د کډوالو چارو سرپرست وزیر د کډوالو عالي کمشنرۍ له عمومي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.
د کډوالو چارو سرپرست وزیر د کډوالو عالي کمشنرۍ له عمومي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.
14 فبروري 2023
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) له عملیاتي مرستیال ښاغلي رؤوف مازو سره چې د اسیا او پسفیک هېوادونو لپاره ددغه ادارې رئیس اندریکا روټواټي او د افغانستان لپاره د یونیسار مشر لیونارد زولو یې هم ملتیا کوله؛ په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه ناسته کې په افغانستان کې د (UNHCR) پر فعالیتونو، راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شوو ته په منظم او اسانه ډول د بشري مرستو رسولو او د مهاجرینو وزارت او یونیسار ادارې ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې وشوې.
ښاغلي مازو په افغانستان کې د یونیسار د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: تېر کال مونږ له ۵.۹ میلیونه خلکوسره مرستې کړي او په راتلونکې کې غواړو دا مرستې نورې هم زیاتې شي.
ریټواټي وویل: سږکال د مهاجرینو راستنېدنه د تمې خلاف زیاته وه او راتلونکی کال ښایي له دې هم زیاته وي
د مهاجرینو چارو وزیر وویل: مهاجرین په ټوله نړۍ کې ترټولو مظلومه او بېوزله طبقه ده او هیڅکله باید د سیاستونو ښکار نشي.
اړوند موضوعات
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ له مرستیال سره کتلي.
نوموړي زیاته کړه، د مهاجرینو چارو وزارت په ټول افغانستان کې نږدې ۱۰۰ زره نمرې د راستنېدونکو لپاره چمتو کړي او د لومړنیو اسانتیاو، مکتبونو، کلینیکونو او مسجدونو د جوړولو لپاره یې هلې ځلې کوي.