د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ له مرستیال سره کتلي.

0
100

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ له مرستیال سره کتلي.

13 فبروري 2023

 

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر خلیل الرحمان حقاني، چې د وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد، د داخلي بې ځایه شوو رئیس مولوي سردار شیرزاد او نورو مسؤلینو حضور درلود د چارو ادارې د نظارت او پالیسۍ له مرستیال مولوي سیف الدین تائب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت د کارونو د اهمیت، ارزونې او په عموم کې د مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې او د چارو ادارې لخوا د نظارت ټیم معرفي شو ترڅو د دغه وزارت د تېر کال پلانونه او کړنې و ارزوي او راپور یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.

 

ښاغلي حقاني د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره د نظارت دنده مهمه وبلله او د هرډول ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د (IRC) نړیوالې مؤسسې له مرستيال سره لیدلي او د مرستو په اړه غږیدلي.

 

نوموړي وویل: د ادارو ناکامي د ټول نظام ناکامي ده او حساب غوښتنه او حساب ورکونه د نظام د ثبات او ټینګښت لپاره اړین اقدام دی.

Leave a reply