د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د (IRC) نړیوالې مؤسسې له مرستيال سره لیدلي او د مرستو په اړه غږیدلي.

0
104

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د (IRC) نړیوالې مؤسسې له مرستيال سره لیدلي او د مرستو په اړه غږیدلي.

1 فروري 2023

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد وزارت سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني د (IRC) موسسې له مرستيال عدنان جنيد سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

 

په ليدنه کې دواړو لوريو اړمنو او مستحقو کورنيو ته د ژمنيو مرستو په وېش خبرې وکړې.

 

د مهاجرينو چارو وزير د خيريه بنسټونو څخه مننه وکړه چې په سخت حالاتو کې يې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړي.

 

هغه وويل، د شتمنو او د ټولنې د نورو وګړو وظيفه ده چې له اړمنوخلکو سره مرسته وکړي او له اړو خلکو سره مرسته بايد سياسي نه وي.

 

حقاني زياته کړه چې د مهاجرينو چارو وزارت چمتو دی چې د سروې د شرايطو برابرولو او د مرستو د وېش په برخه کې له بنسټونو سره همکاري وکړي.

 

همدارنګه په سروې او د ومرستو په وېش کې د خلکو ديني، کلتوري او فرهنګي دودونه په جلا توګه په پام کې ونيول شي او د بنسټونو ټولې چارې دې د مهاجرينو چارو وزارت سره په همغږۍ او شفافيت ترسره شي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

 

د يادې موسسې اسيايي برخې مرستيال وويل، موږ به د سروې او د مرستو د وېش په برخه کې ياد شوي ټکي په پام کې ونيسو او خپلو همکاريو ته به دوام ورکړو.

Leave a reply