د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یو شمیر ترکي پانګوالو سره د انرژۍ د تولید د پانګونې په اړه خبرې کړي.

0
169

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یو شمیر ترکي پانګوالو سره د انرژۍ د تولید د پانګونې په اړه خبرې کړي.

14 فبروري 2023

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یو شمېر ترکي پانګوالو TSA شرکت مسؤلینو سره په لېدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې اترې وکړې او د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

 

په ياده لېدنه کې دTSA شرکت مسئول په افغانستان کې د ترکي پانګوالو د جلب او جذب په موخه په افغانستان او ترکیي کې د همغږي دفترونو د جوړولو طرحه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزير سره شریکه کړه او په دې برخه کې یې د همکاري غوښتنه وکړه.

 

په ورته مهال کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير د ترکي پانګوالو د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې لومړی باید د افغانستان د اسلامي امارت له اقتصادي کمېسیون سره لازمه همغږي رامنځته شې او بیا دې د ياد شرکت طرحه د پانګوالو د جذب په موخه تطبيق شې.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ګلبهار ګروپ له استازو سره د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید په اړه خبرې کړي

 

ښاغلي منصور يادو پانګوالو ته د اوبو او انرژي وزارت د اړونده څانګو د همکاري ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پانګونې په برخه کې د دوی له لېوالتیا څخه مننه وکړه.

Leave a reply