د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ګلبهار ګروپ له استازو سره د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید په اړه خبرې کړي

0
205

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ګلبهار ګروپ له استازو سره د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید په اړه خبرې کړي.

12 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ګلبهار ګروپ له استازو سره وکتل او د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو کې د پانګونې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

 

په یاده لېدنه کې، د ګلبهار ګروپ استازو د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د وزارت له مشرتابه څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل له والي سره په لېدنه کې د کابل ښار د اوبو د مدیریت په اړه خبرې کړي.

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد ګروپ د لېوالتیا ستاینه وکړه او د وزارت د مشرتابه او تخنیکي ټیم لهٔ خوا یې د همکاري ډاډ ورکړ.

Leave a reply