د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل له والي سره په لېدنه کې د کابل ښار د اوبو د مدیریت په اړه خبرې کړي.

0
174

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل له والي سره په لېدنه کې د کابل ښار د اوبو د مدیریت په اړه خبرې کړي.

11 فبروري 2023

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت له والي شیخ مولوي محمد قاسم خالد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

 

په یاده لېدنه کې دواړو لورو د څښاک اوبو د ستونزو د حل، د اوبو سرچینو د مدیریت او په کابل ښار کې د اوبو او انرژي د پراختیایې پروژو د تطبیق په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.

 

په ورته مهال، د کابل والي د یاد ولایت په شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند د پروژې د کار له بهېر څخه په ښو ټکو سره یادونه وکړه او د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره یې ژمنه وکړه چې په کابل ولایت کې به د اوبو او انرژي د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د لغمان ولایت له والي سره ولیدل او د شاهي کانال په اړه یې خبرې ورسره وکړی.

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اوبو د مدیریت په برخه کې د پروژو د تطبیق ارزښت ته په اشاري سره، د کابل ولایت مقام -د همکاري له څرګندولو څخه ستاینه وکړه او په لازیاتې همغږي باندې یې ټینګار وکړ.

Leave a reply