د ننګرهار کانال زرګونه جریبه ځمکو د ساتنې په موخه لوی استنادي محافظوي دیوال جوړیږي.
د ننګرهار کانال زرګونه جریبه ځمکو د ساتنې په موخه لوی استنادي محافظوي دیوال جوړیږي.
11 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار کانال زرګونه جريبه ځمکې خونديتوب په موخه د ۲۰ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يوې محافظوي پولې جوړولو چارې پيل شوې.
د یاد استنادي دیوال د پرانیستې پټۍ د کرنې وزارت مرستيال مولوي صدراعظم، د کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم او د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد په لاس پرې شوله، چې د ګڼ شمېر کرنيزو شرکتونو مسئولينو حضور درلود.
خبر زیاتوي چې یاد استنادي دیوال د شل ميليونه افغانيو په مالي لګښت د زرګونه جريبه ځمکې خونديتوب په موخه جوړیږي چې نن یې چارې پيل شوې.
اړوند موضوعات
ننګرهار کانال ریاست وایي چې په دغه ولایت کې پر ۸۰۰ جريبه ځمکه د کبانو فارمونه جوړ شوي دي.
دا محافظوي پوله د اورښتونو او سيلابونو له امله ړنګه شوې وه، چې د ۳۵ کرنيزو شرکتونو په مالي لګښت په اساسي ډول جوړيږي او ور سره به زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د اورښتونو او سيلابونو له خطره وژغورل شي.
حماد