د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له ازبکستان سره يې د رېل پټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفیف نوی تړون لاسلیک کړ

د رېل پټلۍ ادارې مسؤلین وايي افغانستان پخوا له قزاقستان هېواد سره په کلنۍ توګه د رېل پټلۍ د کرایي په برخه کې په ٤١ میلیونه ډالر تړون لاسلیک کړی و؛ خو وایي چې په همدې برخه کې نوی تړون له ازبکستان سره په ۳٫۷ میلیونه ډالره لاسلیک شوی دی.
مسؤلین زياتوي، دغه تړون د دوو کلونو لپاره لاسلیک شوی چې له مخې يې، د ترمز – مزارشریف د رېل پټلۍ حفظ او مراقبت هم د ازبکستان هېواد پر غاړه وي.
(2023 / 2 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له ازبکستان سره يې د رېل پټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفیف نوی تړون لاسلیک کړ.
د رېل پټلۍ ادارې مسؤلین وايي افغانستان پخوا له قزاقستان هېواد سره په کلنۍ توګه د رېل پټلۍ د کرایي په برخه کې په ٤١ میلیونه ډالر تړون لاسلیک کړی و؛ خو وایي چې په همدې برخه کې نوی تړون له ازبکستان سره په ۳٫۷ میلیونه ډالره لاسلیک شوی دی.
اړوند موضوعات:
د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اونۍ مو څه باندې ۵۲ زره مټريک ټنه توکي لېږدولي