د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اونۍ مو څه باندې ۵۲ زره مټريک ټنه توکي لېږدولي

0
184

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره اونۍ د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ بندرونو له لارو ۵۲ زره او ۲۵۵ ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

دغې ادارې ويلي په دغو توکو کې ۸۹۱۸ ټنه واردات دي چې نفتي او غير نفتي او نور مواد پکې شامل دي او همداراز ۴۰۲۶ ټنه صادارت شوي چې لويه برخه يې مميز دي.

 پۀ دې وروستیو کې افغانستان نه د اوسپنې پټلۍ لۀ لارې صادرات ډیر شوي دي

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چين هېواد ځانګړي استازي د تاشکند په غونډه کې ويلي، هېواد يې چمتو دی چې د ترمز – مزار – کابل – پېښور رېل پټلۍ په ګډون د لويو ترانزيتي پروژو ملاتړ وکړي.

Leave a reply