د ننګرهار ځوانانو چارو آمریت د روښان لوړو زده کړو مؤسسې سره د ځانګړو تحصیلي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی.
د ننګرهار ځوانانو چارو آمریت د روښان لوړو زده کړو مؤسسې سره د ځانګړو تحصیلي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی.
13 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روښان د لوړو زده کړو موسسې له لورې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت سره په بیلا بیلو پوهنځیو کې د ځانګړو تحصیلي فرصتونو تفاهم لیک لاسلیک شو.
د یادې مؤسسې رئیس فاتح ګل شینواري وویل، چې تفاهم لیک په اساس به هغو ځوانانو ته، چې ځوانانو آمریت له لورې معرفي کیږي په اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو، ستوماتولوژي او د فارمیسي پوهنځيو فیسونو کې تخفیفونه ورکول کیږي.
ښاغلي شینواري وویل، چې له ورکړل شويو تخفیفونو څخه به محصلین په ټوله تحصیلي دوره کې استفاده کوي او د تفاهم لیک په اساس به روښان د لوړو زده کړو موسسه او ځوانانو چارو آمریت په بیلا بیلو اکاډمیکو او ټولنیزو برخو کې یو له بل سره همکاري ترسره کوي.
د ننګرهار د ځوانانو چارو آمر محمد اصف زهیر وویل، چې دا د ځوانانو لپاره مهم فرصتونه دي او باید ټول ځوانان ورڅخه استفاده وکړي.
اړوند موضوعات
ننګرهار کې تیره ورځ د زرغونتيا اوونۍ تر سرليک لاندې د نيالګيو کينولو کمپاين پيل شوی.
نوموړي د روښان د لوړو زده کړو موسسې څخه د همکارۍ او تخفیفونو له کبله مننه وکړه او ډاډ یې څرګند، چې د تفاهم لیک د تطبیق لپاره به هر راز هلې ځلې وکړي.