ننګرهار کې تیره ورځ د زرغونتيا اوونۍ تر سرليک لاندې د نيالګيو کينولو کمپاين پيل شوی.
ننګرهار کې تیره ورځ د زرغونتيا اوونۍ تر سرليک لاندې د نيالګيو کينولو کمپاين پيل شوی.
13 فبروري 2023
د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ څخه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د اوونۍ زرغونتيا تر سرليک لاندې د نيالګيو کينولو کمپاين پيل شو، چې د ښار په ټولو ناحيو کې به زرګونه بېلابېل ډوله نيالګي کينول شي.
خبر زیاتوي چې د ياد کمپاين د پرانیستې په مراسمو کې د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، د کانال رئیس، اقتصاد رئیس ، د ښاروالۍ د حکومتولۍ رئیس، د ځوانانو چارو امر، د ولايت وياند او نورو د نيالګيو او ابادۍ پر اهميت خبرې وکړې.
دوی له ښاريانو وغوښتل، چې يو – يو نيالګی کينوي او ساتنه يې وکړي، ترڅو ښار سرسبزه او متوقع ګټې ترې ترلاسه شي.
اړوند موضوعات
ننګرهار رسنیو دفتر: د ننګرهار کانال ریاست کې د مالټو تازه بڼونه جوړیږي.
مسئولينو سراج العمارت بڼ څخه د څو نيالګينو په کينولو سره ياد کمپاين پيل کړ، چې د ښار په ټولو ناحيو کې به تر يوې اوونۍ دوام ولري.