د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له رئیس سره کتلي.

0
196

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له رئیس سره کتلي.

13 فبروري 2023

د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له رئیس سره وکتل.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د میوند تدریسي روغتون رئیس، په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د پروژې رئیس هم حضور درلود، په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو خدمتونه وستایل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې له افغانانو سره لا زیاته مرسته وکړي.

 

وروسته د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) رئیس سایمن ایکلېشل او په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو رئیس لویس ډاوس په یاد روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د خدمتونو او پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په تېر کال کې مو د خوارځواکۍ او سرخکانو برخې تمویلولې او په راتلونکې هوکړه کې به لا ډېرې برخې تمویل کړي.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي.

د دغې لیدنې پر مهال د دواړو اړخونو له لوري پرېکړه وشوې چې یوه تخنیکي کمېټه دې وټاکل شي، تر څو په میوند تدریسي روغتون کې اړتیاوې په نښه او د هوکړې مواد برابر کړي.

Leave a reply