د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي.

0
95

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي.

22 جنوري 2023 یکشنبه.

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د پاکستان سرپرست سفیر سیف الله خان سره وکتل او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.

 

خبر زیاتوي چې د لوړو زده کړو وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړه هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

 

ورپسې په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر سیف الله خان په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پاکستاني محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د لوړو زده کړو له وزیر او مل پلاوي سره پر نوو طرحو او موضوعاتو خبرې اترې کړي.

 

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

Leave a reply