د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د لوړو زده کړو له وزیر او مل پلاوي سره پر نوو طرحو او موضوعاتو خبرې اترې کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د لوړو زده کړو له وزیر او مل پلاوي سره پر نوو طرحو او موضوعاتو خبرې اترې کړي.
11 جنوري 2023
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم او د هغه وزارت مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی وړاندیزونه وارزول.
په دې کتنه کې د ۱۴۰۲مالي کال په بودجه کې د لوړو زده کړو وزارت د نیمه کاره پروژو، د هغه وزارت د راتلونکي اکاډمیک او اداري تشکیل د زیاتوالي، د استادانو د معاشونو د زیاتوالي د ملاتړ، د کابل پوهنتون، زون او نورو پوهنتونونو ترمنځ د ګډو برنامو د ایجاد د لګښتونو د ورکړې په اړه خبرې اترې وشوې
خبر زیاتوي همدا راز د دوکتورا سند لرونکو استادانو ته د فوق العاده امتیاز، د زونونو په پوهنتونونو کې د تخصصي برخو د تشکیل د منظوري، د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو څخه د استادانو د فیس د معافیت، د استادانو لپاره د افغان بین المللي پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د معاشونو طرحې ، د تفاهم لیکونو له لارې د لوړو زده کړو وزارت له فرصتونو او امکاناتو څخه د اړوندو وزارتونو د ګډې استفادې، له مسلکي څانګو څخه فارغو شویو محصلانو ته د کاري زمینې برابرولو په اړه هم طرحې شریکې او د ریاست الوزراء اداري مرستیال له لورې وارزول شوې.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو وزارت له لورې د څېړنیزو برنامو لپاره د پراختیایي بودجې په پام کې نیولو، په ۱۴۰۲کال کې د پوهنتونونو د اختراعاتو او نوښتونو، د کارونو بشپړولو او د تخار پوهنتون د استادانو د ښارګوټي د پرانیستې، د پوهنتونونو د تخنیکي همکارانو (لابرانت)لپاره د حقونو په پام کې نیولو موضوعات وارزول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.




