د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینو علماو او ولسي مشرانو سره ولیدل.

0
144

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینو علماو او ولسي مشرانو سره ولیدل.

11 جنوري 2023

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ علماو او ولسي مشرانو سره په لیدنه کې وویل «د افغانستان اسلامي امارت یو منظم چوکاټ له مخې چارې پرمخ وړي او د هرې برخې مسؤلین د خپل مسؤلیت په اساس د هېوادوالو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي کوي، د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی، چې د هېواد په تحصیلي نظام کې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي او ستونزو ته یې د حل لارې پیدا کړي».

 

سرپرست وزیر دغه راز یادونه وکړه، چې دوی د پکتیکا برمل ته د بېلابیلو سفرونو پرمهال د ځایي اوسېدونکو ستونزې درک کړي او د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ به یې ټولې غوښتنې ومني.

 

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ علماو او ولسي مشرانو اسلامي نظام حاکمیت لپاره د یادې ولسوالۍ د مجاهدینو د قربانیو یادونې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت اړوند او نورې هر اړخیزي غوښتنې او ستونزې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شریکي کړې او د وزارت له مقام څخه یې هیله وښوده، چې په یادو برخو کې ورسره همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست او مسؤلینو سره ولیدل.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لورې نوموړو علماو او سپین ږیرو سره د یاد وزارت اړوند د همکاریو ژمنه وشوه او ډاډ ورکړل شو، چې د دغه وزارت سربېره به یې غږ تر نورو مسؤلینو ورسوي.

Leave a reply