د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست او مسؤلینو سره ولیدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست او مسؤلینو سره ولیدل.
8 جنوري 2023
د یادې لیدنې پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست (مارکس پوتزل) او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت په زده کړیز چوکاټ کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی او په دې هڅه کې دی، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خوندیتوب سره د هېوادوالو د پرمختګ او ښه والي لپاره کار وکړي.
نوموړي وویل مخالفین زموږ خبرې او د انجونو د زده کړو ځنډول غلط تعبیروي او د دسیسې په توګه یې کاروي.
هغه همدارنګه وویل، چې افغانستان ته د افغانانو په قربانیو یو خپلواک اسلامي نظام راغلی او د اسلامي اساساتو پر خلاف به د هېچا غوښتنې د فشار په ډول ونه مني.
نوموړي د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست سره په خبرو کې ورستیو پرېکړو ته په اشارې سره وویل « د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت د ښځو د زده کړو د مطلق بندېدو پرېکړه نه ده کړې؛ بلکې د دخارجي عواملو په وجه یی ځنډولي دي، مونږ په دې هڅه کې یو، چې روان ستونزو ته د شريعت مقدسه په رڼا کې حل لاره پېدا کړو .»
افغانستان لپاره د یوناما سرپرست مارکس پوتزل له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله د مننې تر څنګ یادونه یې وکړه، چې د هر هېواد لوړې زده کړې د هماغه هېواد په اقتصادي وضیعت مستقیم اغېز لري.
اړوند موضوعات
د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له مرستیال او مل پلاوي سره لیدلي.
دغه راز نوموړي د افغانستان د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د ښځينه وو د زده کړو په اړه یې خپله طرحه د لوړ وزده کړو له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.






