وزارت مالیه: د روان کال لسو میاشتو کې د ننګرهار ګمرک څخه نیږدې ۱۶میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي.

0
91

وزارت مالیه: د روان کال لسو میاشتو کې د ننګرهار ګمرک څخه نیږدې ۱۶میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي.

12 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لورې په یوه تازه مالوماتي خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د ننګرهار ګمرک عوایدو کې د تیر په پرتله ۸۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

 

د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ننګرهار ګمرک عوایدو کې ۸۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی او د روان کال لسو میاشتو کې ۱۵ میلیارده او ۹۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

اړوند موضوعات

د تورخم ښارګوټي د کمیسارۍ مسؤولین وایي چې په اوسط ډول هره ورځ د ترانزیټ له درکه ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید لاسته راوړي.

 

د ښاغلي حقمل په خبره، چې غوره مدیریت، فساد سره مبارزه، د ژمنو او مسلکي کسانو ګمارنه او سوداګرو ته اسانتیاوې هغه لاملونه دي، چې عواید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

حماد

Leave a reply