سراج الدین حقاني: موږ له نړۍ سره مثبت تعامل کړی او غواړو یې، د رسمیت پیژندنې لپاره دې پلمې نه لټوي.

0
67

سراج الدین حقاني: موږ له نړۍ سره مثبت تعامل کړی او غواړو یې، د رسمیت پیژندنې لپاره دې پلمې نه لټوي.

12 فبروري 2023

یادې خبرې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني تیره ورځ خوست کې د یوې مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې وکړې.

 

د کورنیو چارو وزارت له لورې په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني نن خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د جامعه منبع الجهاد مدرسې دیني عالمانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه مراسمو کې له فارغ شویو کسانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپل پیغمبر د وراثت دنده په عمل کې ترسره او خپل وراثت ثابت کړي.

 

حقاني زیاته کړه، چې اسلامي نظام د مجاهدینو او ولسونو د بېساري قربانيو پایله ده او د لا ټينګښت په موخه هلې ځلې يې د ټولو مسوولیت دی.

 

نوموړي له نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او ويې ویل چې د رسمیت پېژندنې لپاره دې پلمې نه لټوي او خپلې ژمنې دې عملي کړي.

 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې هیچا ته به موقف څخه د غلطې ګټې اخیستنې او ولس د ننګوولو او له خپلو حقوقو څخه د بې برخې کولو اجازه ورنکړي.

 

 

خلیفه سراج الدین حقاني امنیتي مسوولینو ته له ولسونو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

سراج الدین حقاني: اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغانستان له معتادو پاک او د دوی ناوړه حالت ته تغیر ورکړو.

 

د یادونې وړ ده، چې په دغه مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د خوست والي ملا بسم الله عبدالله، د عالمانو شورا رئيس شیخ انور حسین او یو شمېر نورو مسولینو هم ګډون درلود.

حماد

Leave a reply