پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر په افغانستان کې د یونیسف له عمومي رئیس سره کتلي.

0
254

پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر په افغانستان کې د یونیسف له عمومي رئیس سره کتلي.

10 فبروري 2023

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند د یونیسف له عمومي رئیس فرانک اکویس او د مرکزي زون له مشرې مېرمن انا کوندراک سره وکتل.

په دې کتنه کې پیښو ته رسیدو په چارو د دولت وزير وويل چې دغه وزارت غير سياسي دى او له مستحقو او زيانمنو شويو سره مرسته کوي او يونيسف هم بشري کارونه کوي او بايد له سياست څخه لرې د افغانستان د خلکو خدمت ته دوام ورکړي.

 

هغه د بدخشان د واخان ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته په اشارې سره وويل چې زموږ لومړيتوب د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د هغو اړمنو کسانو پاملرنه ده چې د ژوند ښه اسانتياوې نه لري.

 

په همدې حال کې د یونیسف عمومي رئیس وویل چې زه یوازې په دې دنده ګمارل شوی یم او هڅه کوم چې د افغانستان خلکو ته لا زیات خدمت وکړم او زیاته یې کړه چې د دې تر څنګ به ستاسو د لومړیتوب لرونکو ولایتونو نوملړ هم واخلو او له مخې به یې مرستې وکړو. د اړتیاوو ارزونې لپاره د دوو ادارو څخه د ګډ تخنیکي ټیم جوړول دي.

اړوند موضوعات

وزیر دولت در امور رسیدگی به حوادث با رییس عمومی یونیست در افغانستان دیدار و گفتگو نمود.

 

دغه راز د دې ادارې د مرکزي زون د څانګې مشر د دې ادارې د مرستو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د يونيسف ادارې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د زګان له زلزله ځپلو او په بېلابېلو ولايتونو کې له سېلاب ځپلو سره د پام وړ مرستې کړې دي. .

Leave a reply