ننګرهار مرکز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځینی نندارتون د عالیست افغانیست تر سرلیک لاندې پرانیستل شو.

0
77

ننګرهار مرکز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځینی نندارتون د عالیست افغانیست تر سرلیک لاندې پرانیستل شو.

10 فبروري 2023

 

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار امپراتور هوټل کې د سوداګرۍ، صنعت او کرنې خونو له لوري د (عاليست افغانیست) تر سرليک لاندې د بېلابېل ډوله کورنيو توليداتو نندارتون پرانیستل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دې نندارتون کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو خپل تولیدات په ۱۷۰ غرفو کې نندارې ته ايښي، چې په کې وچې او تازه مېوې، سبزيجات، حبوبات، بيکري، ماشين الات، تعمیراتي مواد، قالينې او نور بېلابېل ډوله خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي.

یاد پرانیست غونډه کې د اسلامي امارت لوړ رتبه مسؤلینو، د ننګرهار والي، د کرنې وزارت معین، د سوداګرۍ خونې عمومي رئیس، ولایتي رئیسانو، نورو مسؤلینو ګډون کړی وو، چې یادو مسئولينو وطني توليدات ولیدل او خوښي يې وښوده چې په هېواد کې په لوړ معيار توکي توليديږي.

 

یادې پرانیست غونډې ته د کرنې وزارت تخنيکي معين مولوي صدراعظم صنعتکارانو ته د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ځمکو وېش، د برېښنا ستونزې حل، د وطني توليداتو ملاتړ او دوی ته په نورو برخو کې د سهولتونو په رامنځته کېدو د اجراتو ډاډ ورکړ.

اړوند موضوعات

تیره ورځ کابل ښار کې، د امام ابو حنیفه ” رح” ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

 

همدا راز د ننګرهار والي ملا محمد نعیم وويل، چې مونږ ښه ابُ هوا، ډيرې اوبه، پراخه کرنيزې ځمکې، قيمتي کانونه او په ټولو برخو کې ښه کادرونه لرو او پر ولسونو يې غږ وکړ چې همدې شتمنيو ته په کتلو په خپل هېواد کې پاتې او کار وکړي.

حماد

Leave a reply