تیره ورځ کابل ښار کې، د امام ابو حنیفه ” رح” ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

0
185

تیره ورځ کابل ښار کې، د امام ابو حنیفه ” رح” ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

2 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پانګه اچونې د ودې او له ملي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د امام ابو حنیفه “رح” تر نامه لاندې ملي او نړیوال نندارتون د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د حکومت د نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو، او د نړیوالو او ملي متشبیثینو په ګډون تیره ورځ کابل کې پرانیستل شو.

 

خبر زیاتوي: د کابل ښاروالۍ په نماينده ګۍ په کې د يادې ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي سید عصمت الله عاصم ګډون کړی ؤ.

 

یاد نندارتون د پانګه اچونې او صنعت د ودې په موخه په لاره اچول شوی دی، چې له امله به یې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ همکاري پیاوړې شي او د دې ترڅنګ به د ودانیزو پروژو په پلي کولو، تولیداتو، ماشینرۍ او د ودانیزو توکو په برخو کې د خصوصي سکټور وړتیا ښکاره شي.

 

کابل ښاروالي هڅه کوي، څو د ودانیزو پروژو په پلي کولو کې له خپلو داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.

 

په یاد نندارتون کې د داخلي او نړیوال صنعت له تولیداتو څخه (۷۰۰) غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي، چې یوه یې د کابل ښاروالۍ اړوند ده او په هغه کې د کابل ښاروالۍ د تیږو د تولید فابریکې تیږه، د فعالیتونو په اړه اشتهارات او یو شمېر نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

اړوند موضوعات

د اطلاعاتو او کلتور وزیر: هغه سیاستونه باید پریږدو چې د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.

د داخلي او نړیوال خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره په فرصت برابرولو سره کولای شو د ټولګټو او زیربنایي پروژو په پلي کولو کې د دوی غوره رول و ارزوو.

Leave a reply