نړیوال سور صلیب تازه ویلي چې په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو.
10 فبروري 2023
د ارګ له رسمي پاڼې څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسیا پسیفیک رئیس ښاغلي الکساندر ماتیو او په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتي ټولنو نړیوال فدراسیون استازي نیسفور میګندي او مل پلاوي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې الکساندر ماتیو په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتي ټولنو نړیوال فدراسیون له فعالیتونو او بشري مرستو څخه د اسلامي امارت مسؤلینو د ملاتړ له امله خوښي وښوده.
زیاته یې کړه چې دغه فدارسیون به په افغانستان کې د مرستو رسولو او خدمتونو وړاندي کولو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
اړوند موضوعات
د سور صلیب نړیواله کمیټه وایي: په افغانستان کې بشري اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د اسیا پسیفیک رئیس الکساندر ماتیو او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ افغانانو ته د خدمت او بشري مرستو رسولو هرکلی وکړ.










Leave a Reply