د سور صلیب نړیواله کمیټه وایي: په افغانستان کې بشري اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي.

د سور صلیب نړیواله کمیټه وایي: په افغانستان کې بشري اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي.

19 اکتوبر 2022

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې بشري اړتياوې ورځ تر بلې زياتېږي.

 

دغې کمیټې د دوشنبې په ورځ (۲۵ میزان) یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې د کونډو او یتیمانو په ګډون میلیونونه خلک د خوراکي توکو د موندلو لپاره سړکونو ته راوتلي دي.

په دې ویډیو کې یو سړی وايي چې هغه هیڅکله بشپړ خواړه نه خوري. هغه زياتوي، چې له سهار څخه تر ماښامه په سل افغانۍ کار کوي.

د سره صلیب له خوا په خپره شوې ویډیو کې یو بل سړی وايي چې که مرسته ورسره ونه شي، نو ښايي د خپلې کورنۍ غړي له لوږې سره مخ شي.

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د دغه مخ پر زياتېدونکي بشري ناورين په مخنيوي کې مرسته وکړي.

 

ویل کېږي چې د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له هغو ۱۵ میلیونو وګړو سره چې د خوړو له سخت خوندیتوب سره مخ دي، د میاشتني خوراکي مرستو د دوام لپاره د ۱.۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

اړوند موضوعات

 د افغانستان لپاره د م،م ځانګړي راپورټر ویلي چې د افغانستان بشري وضعت ته دې پام وشي 

 

خو بل طرفته د افغانستان اسلامي امارت بیا بیا دا راپورونه رد کړي او ویلي یې چې افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې په ښه کیدو دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载