د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ د میدان وردګ ولایت له قومي مشرانو، علماوو او مخورو سره کتلي.

0
179

د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ د میدان وردګ ولایت له قومي مشرانو، علماوو او مخورو سره کتلي.

10 فبروري 2023

 

د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزات سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني تیره ورځ د میدان وردګ ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل، چې موجوده نظام د ولس د مېړانې او د شهیدانو د سپېڅلو وینو ثمره ده. قدرمن خلیفه صاحب زیاته کړه؛ موږ باید د نعمتونو شکر وباسو او د اسلامي نظام قدر وکړو.

 

 

په دې کتنه کې د میدان وردګ ولایت علماوو او قومي مشرانو وویل، چې د افغانانو هیله په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت وه او له نېکه مرغه موږ دغه هدف ته رسېدلي یو. همدارنګه یې د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

علماو او قومي مخورو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه پولیسو او محلي ادارې ته د آسانه لاسرسي له امله مننه وکړه.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر تیره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي بشردوستانه چارو مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

 

په پای کې نوموړي په غونډه کې د حاضرو مېلمنو ستونزې او مشورې واوریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

Leave a reply