د کابل والي تیره ورځ ده سبز ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ستره ولسي غونډه کې ګډون ترسره کړ.

د کابل والي تیره ورځ ده سبز ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ستره ولسي غونډه کې ګډون ترسره کړ.
9 نومبر 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت مقام په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي ولسوالیو ته د خپلو سفرونو او لیدنو په لړ کې تیره ورځ د کابل ولایت ده سبر ولسوالۍ ته سفر او د هغه خلکو ستونزې یې د حل په موخه واورېدې.
خبر زیاتوي د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ده سبز ولسوالۍ د سفر په ترڅ کې علماؤ، قومي مشرانو، ځوانانو او مسؤلینو سره ځانګړې ولسي غونډه ترسره کړه.
دغونډې په بهیر کې ښاغلي والي پخپلې وینا کې دحکومت دارۍ لارې چارې په ګڼو قرانې آیاتونو او نبوي حدیثونو په رڼا کې بیان کړې.
هیره دې نه وې د یاد ولایت والي مسؤلینو ته په ځانګړي خطاب کې د مسئولیتونو په غوره ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، مسئولین دې تر پخوا ډیر خلکو ته د خدمت کولو جوګه وګرځي.
نوموړي وویل تر څو د ده سبز ولسونو رضایت ترلاسه ، قانوني ژوند او د معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته زمینه برابره شي.
اړوند موضوعات
د کابل والي د خلکو ستونزې او مشکلات واورېدل او ولسونو ته یې په امنیتي، انکشافي او پرمختیایي برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
حماد






