د کابل والي د بندیانو د دوسیو د ارونې په موخه د امنیتي، استخباراتي او قضایي ارګانونو له مسؤلینو سره لیدلي.
د کابل والي د بندیانو د دوسیو د ارونې په موخه د امنیتي، استخباراتي او قضایي ارګانونو له مسؤلینو سره لیدلي.
4 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل والي د بندیانو دوسیو او امنیتي چارو ارزونې په موخه د امنیتي، استخباراتي او قضایه ارګانونو له مسوولینو سره ناسته وکړه.
خبر زیاتوي: چې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد نن په خپل کاري دفتر کې د کابل امنیه قومندان مولوی حمزه ، استخباراتو رئیس حاجی عارف، د استیناف محکمي رئیس شیخ عبدالغفار او د څلورو زونو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
اړوند موضوعات
د ناستې په ترڅ کې د یادو ارګانونو د وروستیو لاسته راوړنو په تړاو د بحث ترڅنګ د ستونزو اوارۍ او چارو بهبود په پار لازم تصمیمونه ونیول شول.