د کابل والي د ملګرو ملتونو د دفتر له استازو سره لیدلي او د پراختیایي پروژو د عملي کولو غوښتنه یې کړی.

د کابل والي د ملګرو ملتونو د دفتر له استازو سره لیدلي او د پراختیایي پروژو د عملي کولو غوښتنه یې کړی.
30 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وزارت د کابل ولایت د رسنیز دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل والي د ملګرو ملتونو د دفتر له استازو په کتنه کې پلازمېنه کابل او ولسوالیو کې د زیربنایي پروژو پلي کېدو او بشري مرستو پراختیا غوښتنه وکړه.
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ملګرو ملتونو د دفتر له استازو سره د کتنې پر مهال په ټولنیزو، امنیتي او پرمختیایي موضوعاتو د بحث ترڅنګ د بشري مرستو رسولو او نورو پرمختیایي برخو کې د ولایتي ادارې د همکاریو ډاډ وښود او له راغلي پلاوي یې د مرستو پراختیا غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
دکابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ۱۱ خیریه مؤسسو له استازو سره د هغوی د کارونو د سمون په موخه کتلي.
هیواد کې د طالبانو له لورې د ښځو د زده کړو، کار او نوړو بندیرونو له امله بیلابیلو هیواونو افغانستان سره خپلې مرستې بندې او یا هم کمې کړي دي.






