دکابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ۱۱ خیریه مؤسسو له استازو سره د هغوی د کارونو د سمون په موخه کتلي.

0
114

دکابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ۱۱ خیریه مؤسسو له استازو سره د هغوی د کارونو د سمون په موخه کتلي.

8 جنوري 2023

لومړی د اوچا د دفتر رئیسې میرمن ګلوریا لازک په خبرو کې وویل چې روان زېږدیز کال به له ۴،۸ میلیونه کابل مېشتو سره مرسته کېږي.

 

نوموړې زیاته یې کړه چې دښځینه حجاب په برخه کې به داسلامي احکامو او افغاني کلتور سره سم کارونه پرمخ وړو او هر یوه په خپل نوبت سره دښځو دکارپه اړتیا ټینګار وکړ.

 

له هغه وروسته د یاد ولایت والي ټولو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چې افغانان له لسیزو جګړو راوتلي بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري، باید په مرستو کې شفافیت رامنځ ته شي او مرستندویه ادارې دي ټولې سیمې برابرې په پام کې ونیسي.

او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت ژمن دی ترڅو دشرعي احکامو په رڼاکې ښځوته دتعلیم او کار زمینه برابره کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کابل د ریشخورو سیمې د شوری له رهبري پلاوي سره کتلي.

 

دشفافیت په برخه کې والي یو اغیزمن او ټولو ته خوښ نظر وړاندې کړ هغه دا چې که بېوزله کاریګرو ته د کار په بدله کې مرسته ورکړل شي یو به مستحق معلوم شي بل به مو ځوانان په کار بوخت شي.

Leave a reply