د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي سره د تور غونډۍ له بندر او له ترکمنستان سره له ګډې پولې لیدنه کړی.

0
205

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي سره د تور غونډۍ له بندر او له ترکمنستان سره له ګډې پولې لیدنه کړی.

8 فبروري 2023

 

دسرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تور غونډۍ بندر، ترانزیټي لارې او د ځينو سرحدي او صفري نقطو څخه کتنه وکړه.

 

ښاغلي نوري د تور غونډۍ له کمېسار مولوي صالح محمد او نورو مسؤلينو سره وکتل او د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د انتقال د بهير تر څنګ د مسافرو د هوسا تګ راتګ او له ترکمنستاني لوري سره ددوئ د هماهنګي په اړه يې ډاډ ترلاسه کړ.

 

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري سرحد ساتونکو ځواکونو ته د اسلامي نظام د ساتنې او د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا د خونديتوب په اړه ګټورې سپارښتنې وکړې.

اړوند موضوعات

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هرات ولایت کې ستره ولسي او د قومونو د یووالي غونډه ترسره کړه.

ښاغلي نوري وويل: دا چې تاسو ويښ او بيداره ياست ټول ولس په ارامه خوب کوي، تاسو ياست چې د قاچاق او ناقانونه تګ راتګ مخه نيسئ او دغه راز د خپلو پولو څارنه او ساتنه کوئ‌.

Leave a reply