د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هرات ولایت کې ستره ولسي او د قومونو د یووالي غونډه ترسره کړه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هرات ولایت کې ستره ولسي او د قومونو د یووالي غونډه ترسره کړه.

7 فبروري 2023

په هرات ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولس او قومونو سره د همغږۍ او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناسته ترسره شوه.

 

په یاده ناسته کې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري، د همدې وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین مولوي عبدالخالق عابد، مل پلاوي، د هرات والي، قومي سپین ږیرو او علماوو ګډون کړی وو.

 

د غونډې په پیل کې د قومي سپین ږیرو او علماوو له ډلې د هغوی په استازیتوب څو تنو په خپلو خبرو کې وویل، زموږ لپاره ترټولو غټه لاسته راوړنه امنیت دی، له توپیر پالنې او خطر څخه خوندي یو، دوی زیاته کړه چې یوازې په هرات کې ۴۰۰۰ معتادین راټول شوي او درملنه یې روانه ده.

 

دوی له حکومت څخه د یووالي، لیرې پرتو سیمو خلکو ته د خدماتو رسونې او د نشه یې توکو د مخنیوي په برخه کې د لا ډیرې پاملرنې غوښتونکې شول.

 

یادې ناستې ته سرپرست وزیر ښاغلي نوري په خپلو خبرو کې وویل: هرات ولایت د تاریخ او تمدن ښار دی او په دغه ولایت په تاریخ کې د یووالي یوه الکو ده، هغه زیاته کړه چې د ا.ا.ا د هیواد د پرمختیا په برخه کې که څه هم اقتصادي بندیزونه دي، خپل کارونه پیل کړي دي، د افغانیو ارزښت ثابت پاتې دی، د نفتو او معادنو استخراج پیل شوی او د قوشتیپې کانال تاسو خپله وينئ.

 

نوموړي زیاته کړه چې د هرات ولایت د قومونو او ولس غوښتنې موږ واورېدلې او د حل په موخه به یې لازم اقدامات ترسره کړو.

اړوند موضوعات

سرحدونو، ق، ق چارو وزرات پکتیا مرکز ګردیز کې د قومونو د یووالي په موخه ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه.

 

د غونډې په دوام د هرات ولايت والي خبرې وکړې او ټول ولسونه یې اتحاد ته را وبلل او د غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载