سرحدونو، ق، ق چارو وزرات پکتیا مرکز ګردیز کې د قومونو د یووالي په موخه ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه.
سرحدونو، ق، ق چارو وزرات پکتیا مرکز ګردیز کې د قومونو د یووالي په موخه ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه.
8 جنوري 2023
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معينيت لخوا د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د قومونو تر منځ د يووالي او همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين ږ ملا عبدالخالق عابد او ورسره ملګري پلاوي، د یاد ولایت والي، دیني علماؤ، ادارو مسؤلینو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.
یادې غونډې ته د سرحدونو ق.ق چارو ریاست رئیس مولوي سردار محمد مدني د غونډې د جوړېدو پر هدف لنډ معلومات وړاندې کړل او ورپسې مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین زیاته کړه، افغانانو تل د ا.ا.ا ملاتړ کړی، هغه وویل د پکتیا ولایت پر ولس به زموږ ځانګړی پام وي او خدمت به ورته کوو.
یاده غونډه کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو علماء او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د قومونو تر منځ د اتفاق، یووالي، له نظام څخه د ملاتړ او د دوامدارې همکاري ډاډ څرګند کړ او د یو لړ ستونزو په اړه یې یادونه وکړه چې د حل په موخه ژمنه ورسره وشوه.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د فاریاب میمنې په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.
غونډې ته د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د جرګو اوقبایلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق عابد په خپلو خبرو کې له ولس سره همغږي د دې وزارت دنده او اسلامي نظام یو نعمت یاد کړ، ښاغلي عابد سرحدونو ق.ق چارو وزارت هغه مرجع یاده کړه چېرته چې د ولس ستونزې حلېږي، همدا راز یې د قومونو تر منځ د خپلمنځي شخړو د حل او د قومونو د ستونزو رسولو په اړه د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.