د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د فاریاب میمنې په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

0
106

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د فاریاب میمنې په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

10 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي یې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت میمنې ښار کې د جمعې له لمانځه وروسته په ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

 

په دې ستره اجتماع کې د فاریاب د والي داملا شعیب رسالت او ولایتي مسوولینو سربېره د یاد ولایت سلګونو علماو او مشایخو، د پوهنتون استاذانو، سوداګرو، متنفذینو او ځوانانو ګډون درلود.

 

د دې غونډې په پیل کې د فاریاب ولایت امنیت قومندان محترم مولوي حذیفه د یاد ولایت د مسوولینو او محترم مفتي حیات الله حلیم او حاجي محمد اعظم یوسفزي د نورو په استازیتوب راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست او د هیواد د ابادۍ او ازادۍ پخاطر د اسلامي امارت د مبارزې او سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د یاد ولایت د خلکو غوښتنې او ستونزې د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره شریکې کړې.

 

وروسته د پوهنې وزارت سترسلاکار محترم الحاج مولوي سید غیاث الدین آغا د خصوصي مدرسو او دولتي ښوونځیو په اړه ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت له لورې ورته جامع برنامې په پام کې نیول شوي دي.

 

په پای کې مولوي عبدالسلام حنفي د اشغال پر وړاندې د جهاد او مقاومت په دواړو دورو کې د فاریاب د ولسونو د مبارزو او سرښندنو یادونه وکړه او د دوی قربانۍ یې نه هېرېدونکې وبللې.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فاریاب ولایت قیصار او شیرین تګاب مسؤلینو، قومي مخورو او مشرانو سره ولیدل.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فاریاب خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت رهبري د خلکو ستونزو ته رسیدګي د خپلو برنامو په لومړیتوب کې قرار لري او د فاریاب ولایت د خلکو ستونزو او اړتیاو ته به هم پاملرنه وشي.

Leave a reply