د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال سره کتلي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال سره کتلي.
8 فبروري 2023
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال ښاغلي رامیز الاکبروف سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د یوناما د سیاسي چارو ارشد مسوول میروین پترسون هم حضور درلود، الاکبروف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان او اړوندو ادارو له کړنو او بشردوستانه مرستو څخه د ا.ا د مسوولینو د ملاتړ مننه وکړه او د دې ادارې کارکوونکو ته د کړنو او مرستو په برخه کې د ا.ا له لوري د اسانتیاوو په برابرولو خوښي وښوده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او ورسره پلاوي سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په هیواد کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ دفتر او مرسته رسوونکو سازمانونو فعالیتونه حیاتي وبلل او خلکو ته د مرستو رسولو بهیر پر ادامه یې ټينګار وکړ.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د بدخشان یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو د خدماتو او بشري فعالیتونو هرکلی او ملاتړ کوي.