د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د بدخشان یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

0
204

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د بدخشان یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

5 فبروري 2023

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د بدخشان ولایت ارګوی ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او سپین ږیرو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې مولوي عبدالمصور کمالستاني او حاجي صاحب عتیق د نورو په استازیتوب د اجتماعي او امنیتي وضعیت، ښوونې او روزنې د ارزښت او اړتیا، د دیني مدرسو د ایجاد او په مدرسو او پوهنتونو کې د علماؤ د استخدام په اړه خبرې وکړې.

 

دوی د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، بدخشان د افغانستان د سترو ولایتونو له جملې څخه دی چې د اجتماعي، اقتصادي، تعلیمي او نورو مسایلو په برخه کې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د بدخشان اوسېدونکي په اخوت او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي چې د ستایلو دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فاریاب د ګرزیوان ولسوال او یو شمیر قومی مخورو او علماؤ سره کتلي.

 

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت په ټولو برخو کې د افغان ولس خدمت او د ستونزو حل ته مصمم دی او د اسلامي نظام مسوولین پدې برخه کې خپلې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

Leave a reply