مسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمې هیوادونو د ملي امنیت مشاورینو غونډه ترسره شوه.
مسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمې هیوادونو د ملي امنیت مشاورینو غونډه ترسره شوه.
8 فبروري 2023
د سیمې هیوادونو د ملی امنیت مشاورینو ناسته په مسکو کې ترسره شوه.
پدې ناسته کې د روسیې د امنیت شورا منشي «نیکولای پاتروشیف» افغانستان ته په اشارې وویل چې د غرب لخوا د بې ثباتۍ لوی مرکز منځته راوړل کولای شي نا امني د سیمې ټولو هېوادونو ته خپره کړي.
«پاتروشیف» چې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د امینت شورا سلاکارانو ۵مې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې بې ثباتې پریښودله او اوس هلته وضعیت په چټکۍ مخ په خرابیدو دی.
اړوند موضوعات
ضمیر کابلوف: راتلونکی اوونۍ به په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمې امنیتي چارواکي غونډه وکړي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې «پاتروشیف» په دې غونډه کې د افغانستان په تړاو د سیمې د هیوادونو د همکاریو په ډیریدو ټینگار وکړ او هیله یې څرگنده کړه چې په راتلونکو غونډو کې د شرایطو تر برابریدو وروسته د کابل چارواکي هم گډون وکړي.