ضمیر کابلوف: راتلونکی اوونۍ به په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمې امنیتي چارواکي غونډه وکړي.
ضمیر کابلوف: راتلونکی اوونۍ به په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمې امنیتي چارواکي غونډه وکړي.
4 فبروري 2023
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د سیمې هیوادونو امنیتي چارواکي به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
ټاس خبري آژانس وایي چې په دې غونډه کې به د مرکزي اسیا هیوادونو، پاکستان، هند او چین لوړپوړي امنیتي چارواکي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
اړوند موضوعات
په دې ورستیو کې د ملګرو امنیت شورا هم د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه وشوه او همدا راز په تاشکند کې هم تیره اوونۍ د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ترسره شوه.