د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان په اړه غونډه کړې 

0
102

د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان په اړه غونډه کړې 

اروپايي ټولنې له دې مخکې د اسلامي امارت هغه کړنه چې د ښځو له زده کړو او کار څخه منعه کول ؤ غندلې ده، دوی ویلي ؤ چې د دغه ډول بندیزونو لګول له بشري اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

په همدې حال کې دملګروملتونو لوړ رتبه پلاوی افغانستان ته له څلور ورځني سفر او داسلامي امارت له چارواکو سره له کتنې وروسته پرون په یوه راپور کښې وویل هغه څه چې په افغانستان کښې تیریږي دښځو دحقوقو په وړاندې سخت کړکیچ دی.

(2023 / 1 / 21    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په بروکسل کې د بشري ناورین، د بشري حقونو وضعیت او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیز په اړه غونډه وکړه.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې استازې تیري هکلا د جمعې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغانستان لا هم د اروپايي ټولنې لپاره لومړیتوب لري. مېرمن هاکلا وویل، د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د وضعیت د مثبت لوري ته د تګ پر لارو چارو، د ناوړه بشري ناورین، له تعلیم څخه د ښځو او نجونو د بندیز او د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن هم حضور درلود. په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري ناورین او د بشري حقونو وضعیت ته د رسیدو لپاره څه ډول اقدامات کوي.

اروپايي ټولنې له دې مخکې د اسلامي امارت هغه کړنه چې د ښځو له زده کړو او کار څخه منعه کول ؤ غندلې ده، دوی ویلي ؤ چې د دغه ډول بندیزونو لګول له بشري اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

اړوند موضوعات:

د رياست الوزرا سياسي مرستيال نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره وکتل.

Leave a reply