د رياست الوزرا سياسي مرستيال نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره وکتل.

0
91

د رياست الوزرا سياسي مرستيال نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره وکتل.

 

27 نومبر 2022

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه نشره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال نن ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره وکتل.

 

مولوي عبدالکبير نوموړې ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د بين المللي ټولنې په ځانګړې توګه اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه او له دوی سره په مثبت تعامل ټينګار کوي.

 

د رياست الوزرا سياسي مرستيال زياته کړه، چې د افغانستان خلک د طبيعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له مشکلاتو سره مخ دي، بين المللي ټولنه بايد خپلو مرستو ته دوام ورکړي او اسلامي امارت د ټولو مرستندويانو د امنيت تامين او اړمنو ته په شفاف ډول د مرستو وېش ډاډ ورکوي.

 

مولوي عبدالکبیر وويل: « د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي، هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي او حکومت عملاً ټولګډونه دی؛ خو ځينې رسنۍ په دې اړه ناسم تبلیغات کوي.»

هغه له پخوانيو چارواکو سره د اړيکو کمېسيون هڅو ته په اشارې وویل، تر اوسه ۴۱۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي، عمومي بښنه قائمه ده او ټول په امن فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

 

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن وروستيو څرګندونو ته په اشارې وویل، له هغو څرګندونو بايد ډډه وشي چې اړيکې خرابوي. موږ ټول بايد مسئول واوسو.

 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا د دوی د دفتر، کارکوونکو او اړمنو ته د مرستو رسولو په برخو کې د اسلامي امارت رهبرۍ او منسوبينو د همکارۍ مننه وکړه زياته يې کړه، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو او دغه بهير بايد سياسي نشي.

اړوند موضوعات

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

اغلې رافائلا د خپلو خبرو په پای کې له بين المللي ټولنې څخه په را روان ژمي کې له افغانانو سره د بشري مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه وې ويل، موږ دلته پاتې کېږو او همکاري به مو دوام ولري.

Leave a reply