افغانستان له ترکیې او سوریې سره د ۱۵ میلیونو افغانیو د مرستې اعلان وکړ  

0
96

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتو زیانونو خواشینی دی او له همدې امله له ترکیې سره د لس میلیونه افغانیو او دغه راز له سوریې سره د پنځه میلیونه افغانیو د مرستې اعلان کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ژغورنې او روغتیايي ټیمونه یې هم چمتو دي، چې د اړتیا پر مهال په یادو هېوادونو کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

(2023 / 2 / 8    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بهرنيو چارو وزارت د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ ميليونه افغانيو مرسته اعلان کړه.

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتو زیانونو خواشینی دی او له همدې امله له ترکیې سره د لس میلیونه افغانیو او دغه راز له سوریې سره د پنځه میلیونه افغانیو د مرستې اعلان کوي.

اړوند موضوعات:

په دې ورځو کې سوریه او ترکیه د نړۍ له یوه تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین سره مخ دي، د یوې زلزلې په ترڅ کې یوازې په دوو ورځو کې تر ۴ زرو ډېر کسان مړه شوي دي

Leave a reply