په دې ورځو کې سوریه او ترکیه د نړۍ له یوه تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین سره مخ دي، د یوې زلزلې په ترڅ کې یوازې په دوو ورځو کې تر ۴ زرو ډېر کسان مړه شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
په دې ورځو کې سوریه او ترکیه د نړۍ له یوه تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین سره مخ دي، د یوې زلزلې په ترڅ کې یوازې په دوو ورځو کې تر ۴ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې د ورځې د ۷.۸ درجې زلزلې له امله ویجاړۍ او وروسته ټکانونه دوام لري، چې د مړو شمیره لا پسې لوړیږي.
راځئ چې پوه شو چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو خونړۍ زلزلې کومې وې او څومره کسان په کې مړه شول؟
د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۲
په افغانستان کې د ۶.۱ درجې زلزلې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
د اګست ۱۴، ۲۰۲۱
په هایټي کې د ریښتر په کچه د ۷.۲ درجې زلزلې له امله ګڼې ودانۍ نړېدلې او تر ۲۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي.
د سپتمبر 28، 2018
په اندونیزیا کې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې زلزلې تر ۴۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
25 اپریل 2015
په نیپال کې زلزلې تر ۸ زره ۸۰۰ زیات کسان وژلي، د دغې زلزلې شدت ۷.۸ ښودل شوی دی.
د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۱۱مه
د جاپان شمال ختیځ ساحل کې د ریښتر په کچه د 9 درجې زلزلې او سونامي رامینځته کړې چې له 20,000 څخه ډیر خلک یې وژلي دي.
د ۲۰۱۰ کال د جنوري ۱۲مه
د هایټي دغه زلزله د تاریخ تر ټولو خونړۍ زلزله بلل کیږي چې په ترڅ کې یې ۳۱۶ زره کسان وژل شوي دي. د هایټي دا زلزله د ریښتر په کچه اووه وه چې هرڅه یې ویجاړ کړل.
د می ۱۲، ۲۰۰۸
په چین کې د ۷.۹ درجې زلزلې ۸۷۵۰۰ کسان وژلي دي.
د می ۲۶، ۲۰۰۶
په اندونیزیا کې د ۶،۳ درجې زلزلې ۵۷۰۰ کسان وژلي دي.
د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر ۸
د پاکستان په مظفر آباد، آزاد کشمیر، پنجاب او خیبر پښتونخوا سیمو کې د ریختر په کچه د ۷.۶ درجې زلزلې تر ۸۰ زرو زیات کسان وژلي دي.
د ډسمبر ۲۶، ۲۰۰۴
په اندونیزیا کې د ریښتر په کچه د ۹،۱ درجې زلزلې د هند په بحر کې سونامي رامنځ ته کړه چې په لسګونو هېوادونو کې یې ۲۳۰ زره کسان ووژل.
د ډسمبر ۲۶، ۲۰۰۳
د ایران په جنوب ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶،۶ درجې زلزلې شاوخوا ۵۰ زره کسان وژلي دي.
د ۲۰۰۱ کال د جنورۍ ۲۶
د هند په ګجرات ایالت کې د ۷.۷ درجې په زلزله کې ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.






