افغاني سرې میاشتې د ختیځ زون په کچه ننګرهار ولایت کې یو لوی لیونتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی.
7 فبروري 2023
د افغاني سرې میاشتې له لوري ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون په کچه د رواني ناروغانو لپاره د لیونتون پرانیسته وشوه، چې په کې به د ۱۵۰ رواني ناروغانو د ساتنې ترڅنګ د دوی درملنه او پالنه هم کېږي.
غونډې ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپله وینا کې وویل “له ډېره وخته مو هوډ و، چې د هېواد په کچه د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکزونه ایجاد کړو؛ له نیکه مرغه وتوانیدو نن خپل هوډ ته د عمل جامه ور واغوندو او په ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون په کچه د نارینه او ښځینه رواني ناروغانو د ساتنې، پالنې او درملنې مرکز پرانیزو”.
نوموړي وویل “مونږ هڅه کوو ددې مرکز له لارې د هغو بې وسو وګړو لاسنیوی وکړو، چې د خپلې کورنۍ د رواني ناروغانو درملنه، پالنه او ساتنه نشي کولی؛ مونږ څو نورو زونونو کې هم دغه ډول مرکزونه ایجاد کړي”.
اړوند موضوعات
سره میاشت: قطر کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو لګښت پر غاړه اخلي.
غونډې ته د یو شمېر نورو مسؤلینو ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې د کورنۍ پلټنې رئیس مولوي محمد نسیم احمدي په خپلو خبرو کې وویل “مونږ به په دې مرکز کې د رواني ناروغانو پالنه او درملنه د خپلو کورنیو له غړو هم ښه کوو”.