د ریاست الوزراء اداري د فاریاب او سرپل ولایتوتو والي او مرستیال والي او یو شمیر علماؤ او مجاهدینو سره کتلي.
د ریاست الوزراء اداري د فاریاب او سرپل ولایتوتو والي او مرستیال والي او یو شمیر علماؤ او مجاهدینو سره کتلي.
7 فبروري 2023
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د فاریاب والي ملا محمد شعیب رسالت، د سرپل مرستیال والي ملا محمد نادر حقجو او د فاریاب او سرپل ولایتونو له یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
ملا محمد شعیب رسالت د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي، ښوونې او روزنې، روغتیا او سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت ترڅنګ یې په یادو ولایتونو کې د مجاهدینو د برخلیک په اړه هم د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
فاریاب والي ښوونې او روزنې، روغتیا، دیني مدرسو، ولسوالیو سره د مرکزي مواصلاتي لارو نښلولو او دغو ولایتونو ته د ملکي پروازونو دوباره پیل ته پاملرنه، د فاریاب او سرپل ولایتونو د خلکو اساسي اړتیاوې وبللې.
نوموړي د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې پورتنیو موضوعاتو په ځانګړي ډول مجاهدینو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب له والي او د فاریاب او سرپل ولایتونو یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره پر ملاقات خوښي څرګنده کړه او خلکو او مجاهدینو ته پاملرنه او ستونزو او اړتیاؤ ته یې رسیدګي د سیمه ییزو او مرکزي ادارو مسؤلیت وباله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، په مرکز او ولایتونو کې ټول مسؤلین خلکو او مجاهدینو ته خدمت کول او د دوی د ستونزو رفع کول خپل مکلفیت ګڼي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د بدخشان یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ښوونې او روزنې، دیني مدرسو، روغتیا او د میعاري مواصلاتي لارو په څېر موضوعاتو ته رسیدګي او د ملکي پروازونو په برخه کې مساپرو ته د اسانتیاو ایجادول د مسؤلینو کاري لومړیتوب دی او ژمنه یې وکړه چې د خپلو موجوده امکاناتو په چوکاټ کې به ورته رسیدګي وشي.