د کانونو وزارت وایي چې د ورځې ۲۰۰ ټنه تېل د قشقرې له کان څخه استخراجېږي

0
83

د کانونو وزارت وایي چې د ورځې ۲۰۰ ټنه تېل د قشقرې له کان څخه استخراجېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت له جزئیاتو ورکولو پرته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د قشقرې كان له څلورو څاه ګانو څخه تر دې دمه د نږدې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي دي.
د امو سيند د نفتو زېرمه د هېواد په شمال کې چی یوه برخه يې په سرپل او بله برخه يې په فارياب کې ده د تېلو درې بلاکونه لري.

(2023 / 2 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د قشقرې كان له څلورو څاه ګانو څخه تر دې دمه د نږدې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت د روان کال د وري میاشتې په ۱۹مه د قشقرې د تېلو کان د استخراجولو کار پیل کړ او له دغه كان څخه هره ورځ د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه تېل استخراجېږي.

اړوند موضوعات:

کانونو او پټرولیم وزارت: د رخام ډبرې د استخراج ۷۰ شرکتونه مو نیږدې ۳ میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

Leave a reply