کانونو او پټرولیم وزارت: د رخام ډبرې د استخراج ۷۰ شرکتونه مو نیږدې ۳ میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

0
164

کانونو او پټرولیم وزارت: د رخام ډبرې د استخراج ۷۰ شرکتونه مو نیږدې ۳ میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

27 اکتوبر 2022

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي او د کانونو ریاست له مسوولینو سره وکتل.

هلمند والي الحاج طالب مولوي راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست وروسته له هغوی سره د کانونو او قیمتي ډبرو د ساتنې، قراردادونو او یو لړ نورو مهمو مسایلو باندې بحث وکړ.

نوموړي کانونه د هېواد ملي شتمني وبلله او ویې وویل، چې ساتنه او پالنه یې د حکومت او خلکو ګډه وجداني دنده ده.

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ دلاور هلمند د کانونو برخه کې یو غني ولایت یاد کړ او هغه یې د هېواد لویه سرمایه وبلله.

هغه زیاته کړه، چې د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره به هڅه وکړي، چې د کانونو برخه کې ګټور کارونه وکړي او په دې اړه یې له خپل لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

شیخ دلاور دغه راز د دې ولایت د کانونو ریاست له مسوولینو سره په لیدنه کې وویل، چې دا مهال د رخام ډبرې د استخراج ۷۰ شرکتونه شاوخوا ۲ میلیارده او ۸۳ میلیونه پوروړي دي او که یې پور ورنه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د چين له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

همداراز هغه زیاته کړه، چې ژر به یو نوی ټېم دغه ولایت ته راولېږي تر څو د شاوخوا دوه میاشتو په موده کې د نویو کانونو د استخراج په اړه پلټني او څېړنې ترسره کړي.

Leave a reply