د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: هڅه کوو چې د افغانستان جلغوزې نورو نړیوالو بازارونو ته هم ورسوو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: هڅه کوو چې د افغانستان جلغوزې نورو نړیوالو بازارونو ته هم ورسوو.
27 اکتوبر 2022
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې هڅه کوي د افغانستان جلغوزيو ته پر چين سربېره نور نړيوال بازارونه هم ومومي.
دغه خبرې د یاد وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د پکتيکا قومي مشرانو سره په لیدنه کې وکړې.
خبرپاڼه زیانوي د پکتیکا قومي مشرانو او تجارانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال سره په کتنه کې د جلغوزيو لپاره د بازار موندلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
جمال د دې غوښتنې په غبرګون کې ويلي چې چين ته د جلغوزيو صادرات پيل شوي خو په وينا يې چې حکومت غواړي په دې برخه کې يوازې پر چين تکيه ونه کړي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د دې ګرانبيه مېوې د صادراتو زمينه برابره کړي.
اړوند موضوعات
د يادونې وړ ده چې چين ته د جلغوزيو صادرات د تېرې لمريزې مياشتې په وروستيو کې بيا پيل شوي دي.






