د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي: پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي.

0
187

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي: پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي.

18 اکتوبر 2022

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند، د ملي اقتصاد د پياوړتیا په موخه د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د ملاتړ او هڅونې په پار جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ملابرادر اخند د خپلو خبرو پر مهال وویل، پرته له شکه چې د هېواد په اقتصادي وده کې د صنعتکارانو رول مهم دی او موږ خوشاله یو چې افغان صنعتکارانو خپل دغه رول په ډېر ښه ډول سره ادا کړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د نړۍ د پرمختللو هېوادونو اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو پيل شوې او د صنعتي کېدو لپاره یې د کلونو کلونو اوږد سفر کړ دی. امید لرو چې افغانستان به هم دا مزل په کامیابۍ سره وکړي او په راتلونکي کې به یو پياوړی اقتصاد ولري.

اړوند موضوعات

افغان دولت اقتصادي معاون ملابرادر اخند د بدخشان ولایت د یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره وکتل.

 

نوموړي همدا راز وویل د اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو ستاینغونډې ته وویل، زه د یو مسؤل په صفت پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي؛ ځکه ا.ا که د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ په موخه صنعت ته ترجیح ورکوي، کیفیت او معیار بیا ورته تر ټولو لومړیتوب لري.
همدا ډول د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، موږ د یو مسؤل حکومت په صفت له ټولو صنعتکارانو او تجارانو او په ځانګړي ډول د اوسپنې له ویلې کوونکو فابریکو څخه په کلکه ملاتړ کوو.

Leave a reply