افغان دولت اقتصادي معاون ملابرادر اخند د بدخشان ولایت د یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره وکتل.

0
161

د افغان دولت اقتصادي معاون ملابرادر اخند د بدخشان ولایت د یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره وکتل.

5 اکتوبر 2022

د افغان دولت د اقتصادي معاونیت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د رئیس الوزراء اقتصادي معاون ملابرادر اخند د بدخشان ولایت له یو شمیر علماؤ، قومي مخورو او متنفذینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې ملابرادر اخند د بدخشان ولس د شل کلنو قربانیو یادونه او ستاینه وکړه او دا یې وویل چې د دغه خلکو قربانۍ د هیرولو نه دي.

 

په دغه لیدنه کې د بدخشان مخورو د خپل ولایت ستونزې او مشکلات د اقتصادي معاونیت سره شریک کړل او په روغتیایي برخه کې یې د افغان دولت د توجو غوښتنه وکړه.

په یاد مجلس کې د بدخشان یو تن عالم مولوي مجیب الرحمن د خپلو ملګرو استازیتوب وویل: چې د بدخشان ولس د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ او پوره اطاعت ته ژمن او په خپل ټول وس او توان به د اسلامي امارت دفاع کوي.

 

په پای کې ملابرادر اخند د بدخشان ولایت د ولس د مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په روغتیایي برخه کې به شته روغتونونو ته وسعت ورکړي.

Leave a reply