اسلامي امارت: د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷یمې غونډې ته د ریچارد بینټ راپور له حقیقت لرې او بې بنسټه دی.

0
109

اسلامي امارت: د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷یمې غونډې ته د ریچارد بینټ راپور له حقیقت لرې او بې بنسټه دی.

27 اکتوبر 2022

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷ یمې غونډې ته، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بینټ راپور له هغه حقیقت نه لرې بولي.

 

د همدې په اړه د بهرنیو چارو وزارت له لورې په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ریچارډ بینټ چې کوم راپور وړاندې کړی له حقیقت نه لرې دی، کوم چې نوموړي افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په سترګو ولید او د اسلامي امارت چارواکو ته یې هم بیان کړ، او د نوموړي لخوا د ناسمو شایعاتو د خپرول د ده د مسلک او حیثیت خلاف عمل ګڼي.

 

داسې غیر مسئولانه، څرګندونې په افغاني ټولنه کې د نفاق او شر اچولو په موخه بیانیږي.

 

په دې ورستیو کې ښاغلي بینټ خپل ایمیل آدرس د ټویټر له لارې له خلکو سره شریک کړ او غوښتنه یې کړې چې د بشري حقونو په اړه شکایتونه دې له ده سره شریک کړي.

 

د افغانستان اسلامي امارت ښاغلي ریچارډ بینټ ته سپارښتنه کوي چې د یوه بې طرفه او مسلکي راپور ورکوونکي په توګه د ټولنې ناخوالې او د بشري حقونو په اړه پرمختګونه په عادلانه او متوازن ډول ترلاسه او نړیوالو ته ورسوي. داسې راپورونه چې د شخصي نا ثابته ادعاوو، مجازي سرچنو او د مغرضانه شخصي ایمیلونو پر بنسټ جوړ شوي وي، په ټوله نړۍ کې له علمي او مسلکي اصولو لیري دي او د اعتبار وړ ندي.

 

افغانستان ته د ښاغلي بینټ د سفر په جریان کې، د اسلامي امارت د بیلابیلو چارواکو لخوا نوموړي ته ټول هغه شواهد وړاندې شول کوم چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پرمختګ ښکارندوی دي، خو ښاغلی بینټ په خپلو بیانونو کې پر ټولو پرمختګونو سترګې پتې کړي، د نوموړي داډول کړني د همکاري روحیې ته زیان اړوي.

 

په خپل راپور کې ښاغلي بینټ په واضحو الفاظو وویل چې د اسلامي امارت چارواکو نوموړي ته د سفر ټولې آسانتیاوې برابرې کړې، ولایتونو او حساسو ځایونو، لکه زندانونو، ته یې د ده لاسرسی ممکنه کړ. دا پخپله ددې حقیقت څرګندوی دی چې اسلامي امارت د پټولو څه نلري او غواړي چې په شفافه توګه د بشري حقونو په اړه څیړنې وشي، خو له دې سره سره، ښاغلي بینټ یو اړخیز او غیر مسلکي راپور وړاندې کړ.
داسې نا متوازن، غیر عادلانه او یو اړخيز بیانونه نه یوازې په کابل کې د ښاغلي بینټ د څرګندونو خلاف دي بلکه د یوه غیر مسلکي او مغرض راپور ښکاره بیلګه ده او د افغانستان او نړۍ تر منځ د واټنونو د زیاتوالي او د یوه اسلامي نظام د بدنامولو په موخه وړاندي کیږي، چې په دې لحاظ غیر معتبر او په کلکه د غندلو وړ دي.

ښاغلي بینټ باید په خپل راپور کې د امریکا او متحدینو له لوري د شل کلنې جګړې له امله افغانانو او افغانستان ته اوښتي زیانونو ته هم ځای ورکړی وای، نوموړي ته لازمه وه چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ له وجې په افغانستان کې رامنځته شویو بشري ستونزو ته کتنه کړې وای او روښانه کړې یې وای چې له نوي افغان حکومت سره د ځینو هیوادونو نه تعامل کوم مشکلات زیږولي دي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: د بشر څار ادارو سره بشپړه همکاري کړی او اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي، خو باید یادې ادارې له دغه مثبتې روحیې ناوړه استفاده ونه کړي.

دا چې ځینو هیوادونو د ریچارډ بینټ راپور یو اړخیز، مغرض او نیمکړی وباله موقف یې ستایو، او مننه ځینې کوو چې د افغانستان د بشري او اقتصادي ثبات په موخه یې له نوي افغان حکومت سره د همکارۍ او سیاسي ښکېلتیا سپارښتنه وکړه، دغه راز موږ د دوی په شان له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې د داډول غیري حقیقي راپورونو په ضد خپل عادلانه دریځ څرګند کړي.

Leave a reply