اسلامي امارت: د بشر څار ادارو سره بشپړه همکاري کړی او اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي، خو باید یادې ادارې له دغه مثبتې روحیې ناوړه استفاده ونه کړي.

0
192

اسلامي امارت: د بشر څار ادارو سره بشپړه همکاري کړی او اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي، خو باید یادې ادارې له دغه مثبتې روحیې ناوړه استفاده ونه کړي.

26 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې اسلامي امارت د بشر د څار ادارو سره هر ډول همکاري کړی او کوي یې، خو باید یادې ادارې له دغه مثبتې روحیې ناوړه استفاده ونه کړي.

اعلامیه زیاتوي د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشر حقونو او بشري وضعيت د څار لپاره کومارل شویو ادارو او اشخاصو ته د بې پرې څېړنو او واقعیت موندنو لپاره هر ډول اړينې اسانتیاوې برابرې کړي او د امنیتي ادارو په ګډون ټولې امارتي ادارې په دې برخه کې اړینه همکاري ور سره کوي ، نو يادي اداري هم باید اخلاقا له دغي مثبتي روحيې څخه ناوړه استفاده ونه کړي.

د همکارۍ د دغې روحيې او مساعد كاري چاپيريال له موجوديت سره سره که بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د قانوني او علمي طريقو پر خلاف د اوازو او مجازي سرچينو (ټولنيزو رسنيو او بريښنايي ادرسونو پر بنسټ راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پرضد يې کاروي، دوی نه يوازې پر خپلو راپورونو د خلکو باور له منځه وړي ، بلکې د خپلو اړوندو ادارو بې پرېتوب او باوریتوب هم تر پوښتنې لاندې راولي.

هیوادونه او نړيوال سازمانونه باید دغسې اشخاصو ته اجازه ور نه کړي چې د هيوادونو او نړيوالو ادارو له نوم څخه په ناوړې ګټې اخیستنې شخصي عقدې او سياسي اجنډاوې پر مخ بوځي او د بشري کړونو په سلسله کي د چارواکو د همکاريو روحيه وځپي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د امریکایي عسکرو له لورې د یوې افغانې ماشومې یرغمال کول، بشر ضد او له انساني کرامته لرې عمل بللی.

د افغانستان اسلامي امارت د اسلام مبارک دین او زموږ ملي ارزښتونو په رڼا کې د هيوادوالو اساسي بشري حقونو ته په وينا او عمل دواړو کې ژمن دی. دغو ارزښتونو ته په پام، د 2021 د اګسټ د 15مې له بدلون وروسته، د تېرو شلو کلونو په پرتله ، د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی. د اتباعو پر بشري حقونو د تيري اړوندې هر ډول ادعاوې د مرتکب او قرباني له هر ډول تړاوونو پرته په پوره شفافیت او عدالت سره د عدلي او قضايي ادارو له خوا څېړل او حق حقدار ته وركول كيږي.

Leave a reply