اسلامي امارت د امریکایي عسکرو له لورې د یوې افغانې ماشومې یرغمال کول، بشر ضد او له انساني کرامته لرې عمل بللی.

0
136

اسلامي امارت د امریکایي عسکرو له لورې د یوې افغانې ماشومې یرغمال کول، بشر ضد او له انساني کرامته لرې عمل بللی.

23 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې د امریکایي عسکرو هغه عمل ته غبرګون ښودلی چې د یوې افغانې کورنۍ یواځینۍ پاتې شوې ماشومه یې اختطاف کړی.

اعلامیه زیاتوي: له باوري سرچینو څخه ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونو په ویرجینیا ایالت کې د امریکا سمندري ځواک یوه عسکر (جوشوا ماسټ)، چې د دوی په بمبار کې د یوې افغاني کورنۍ غړي په شهادت رسیدلي وو، اوس یې د هغې کورنۍ یوازنۍ ژوندۍ پاتي ماشومه له خپلوانو یرغمل او د خپلي کورنۍ د غړي په صفت له ځان سره ساتلې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دا قضیه د اندېښنې وړ. له انساني کرامته لیري او بشر ضد کړنه بولي او دا موضوع به له امریکایي چارواکو سره په جدي ډول تعقیب کړي تر څو یاده ماشومه بیرته خپلي کورنۍ ته وسپارل شي.

 

د یادولو ده چې د لسګونو ماشومانو په ګډون، په لسګونو زره افغانان، چې امریکا او متحدینو یې په نامناسب ډول له هیواده ایستلي، اوسمهال په مختلفو کمپونو کې بې برخلیکه او له انساني حقونو بې برخي ساتل کیږي.

اړوند موضوعات

بلخی: گروگان گرفتن یک دختر افغان توسط نیروهای آمریکایی ضد بشریت است

 

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یادو هیوادونو غږ کوي چې د مهاجرت د نړیوال قانون له مخې او د قونسلي خدماتو له لارې افغان کډوال له انساني او قانوني حقوقو برخمن کړي.

Leave a reply